تازه خبرونه
په کابل کې درې پرلپسې چادونو ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت وايي؛ نن سهار اووه بجې او پنځوس دقیقې د پېنځمې امنیتې حوزې اړوند د حفیظ الله امین په کوڅه کې یو مقناطیسي ماین د استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون پر محصلینو چاودنه کړې، چې ورپسې دوه نورې چاودنې رامنځته شوې.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دغه پوهنتون پر محصلینو د چاودنې په پایله کې د سیمې یو ملکي وګړی وژل شوی او د ۵ پوځیانو په ګډون ۱۷ نور ټپیان دي.
تر دې دمه د دغو چاودنو پړه چا پر غاړه نده اخیستې.
دا د چاودنو درېیمه لړۍ ده، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې رامنځته کیږي، چې په کې له پنځوس ډېر کسان زیانمن شوي دي. د تېرو ورځو د چاودنو مسوولیتونه داعش او طالبانو پر غاړه اخیستې دي.