بلخ @ps

په فاریاب کې پخواني طالب والي د ملي امنیت له زندانه تېښته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فاریاب ولایتي شورا تائیدوي، چې د طالبانو پخواني والي صلاح الدین ایوبي د ملي امنیت له زندانه تېښته کړې ده.

ملي دفاع وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۱۶) ویلي وه، چې په قیصار ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر زندان برید کړی او څلور اتیا بندیان یې ژغورلي دي. له دې څو شېبې وروسته طالبانو ادعا وکړه، چې د فاریاب لپاره د دوی پخوانی والي له درې کلونو بند تېرولو وروسته توانیدلی، چې له زندان وتښتي او له دوی سره یو ځای شي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي رحمت الله ترکستاني ویلي، شکي دی، چې د څلوراتیا بندیانو له ژغورلو سره په یوه وخت دا کیسه کیږي.

نوموړی ادعا کوي، چې دا څلور اتیا بندیان له صلاح الدین ایوبي سره تبادله شوي دی.

د وسلوال پوځ لوی درستیز بسم الله وزیري  تېره ورځ ویلي وه، چې د قیصار په ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر زندان برید کړی او څلور اتیا بندیان یې ژغورلي دي.

امنیتي بنسټونو پدې نوي پرمختګ څه ندي ویلي؛ خو طالبان ادعا کوي، چې صلاح الدین ایوبي له درې کلونو زندان تېرولو وروسته تښتیدلی او اوس له دې ډلې سره یو ځای شوی دی.

اوس دا پوښتنه را ولاړیږي؛ د طالبانو دا کلیدي غړی، چې په شمال کې د دې ډلې یو خطرناک کس و، درې کلونه ولې ساتل کیده او بیا ولې کابل او یا بګرام ته نه را لیګدیده.

سیاسي هڅاند احمد سعیدي وایي، چې حکومت باید د طالبانو له زندان څخه د زندانیانو د ژغورلو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي او که نه د حکومت ټولې کړنې به له شک سره مخ شي.           

 دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د نږدې نهه سوه بندیانو د آزادولو امر کړی. دا هغه بندیان دي، چې ډېره برخه یې طالبان دي. د نوموړي دا پرېکړه د ډېرو سیاستوالو او خلکو په مزاج ښه نه ده لګیدلې.

Trending

Exit mobile version