تازه خبرونه
په فراه کې ۱۱ طالب جنګیاليو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په فراه کې د ملي اردو ویاند حشمت الله احمدي منلې، چې د دې ولایت د انار دره ولسوالۍ په آب ګرم سیمه کې له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان ندی رسیدلی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
فراه ولایت د هېواد په لویدیځ کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې د مرکز په ګډون یې په ډېرو ولسوالیو کې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.