تازه خبرونه

په کابل ښار کې د خلکو لاریون پر تاوتریخوالی واوښت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل د چهارشنبې ورځې  د خونړي برید په غبرګون کې سلګونه کابل ښاریان سړکونو ته را ووتل او د ملي وحدت حکومت له مشرانو یې وغوښتل، چې استعفا ورکړي؛ خو حکومت امنیتي تدبیرونه پراخه کړل او په هر ځای کې پولیسو امنیتي کمربندونه جوړکړل.

معترضان د سرای شمالي له مسیر څخه د ښار پر لور روان دي او غواړي زنبق څلور لارې ته ځانونه ورسوي، چېرته ، چې د چهارشنبې ورځې خونړی برید شوی و.

لاریونکوونکيو حکومتي ضد شعارونه راپورته کړي او غواړي ځانونه ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته ورسوي؛ خو پولیسو یې مخه نیولې او ښار ته ورغلې ټولې لارې یې تړلي  دي.

 دوی ادعا کوي، چې د حکومت مشران د خلکو له برخلیک سره معامله کوي او نه شي کولی په هېواد کې د خونړیو پېښو مخنیوی وکړي.

لاریون کوونکي له ولسمشر او اجرائیه رییس غواړي، چې د دې ټولو خونړیو پېښو ځواب خلکو ته ورکړي.

اعتراض کوونکي له حکومت غواړي، چې د حقاني شبکې جګپوړی غړی انس حقاني په دار وځړوي او له هغو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي، چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

لاریونکوونکي وایي، د افغانستان خلک هره ورځ وژل کیږي او حکومت پرې چپتیا غوره ګڼلې ده.

دوی هڅه کوي، چې د ښار له ټولو در وازو ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته وردننه شي؛ خو پولیس غواړي لاریونکوونکي پر هوایي ډزو، اوبو لیکو او ګاز له سیمې لیرې او ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست ته یې د وردننه کیدو مخه ونیسي. دغه لاریون اته بجې د زنبق له څلولارې پیل شو او د کابل ښار نورو سیمو ته هم وغزیده.

 لاریونکوونکي غواړي پر کاڼو او تیږو پولیس له خپلې مخې لیرې کړي؛ خو پولیسو یې تر دې دمه مخه نیولې ده او نه پریږدي، چې خلک په ډېر شمېر ښار ته رادننه شي.  

ویل کیږي، چې  په روان له تاوتریخوالي څخه په  ډک لاریون د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم یزدیار زوی، د پولیسو پر ډزو ټپي او روغتون ته ولیږدول شو.   

 لاریونکوونکي د کابل د  چهارشنبې ورځې د چاودنې په اړه د عدالت غوښتونکي دي، چې خلکو ته په کې مالي او ځاني زیانونه واوښتل. په دغه پېښه کې نږدې ۱۲۰ کسه وژل شوي، ۴۷۰ نور ټپیان دي او په میلیارونو دالر زیانونه اوښتي دي.

دا لومړی موتر بم برید نه دی، چې په کابل کې را منځته کیږي، بلکې له دې وړاندې رجال برجسته، شاه شهید سیمه، د دهمزنګ برید،  ۴۰۰ بستریز روغتون، د پولیسو ودانۍ په وړاندې بریدونه یې څو بېلګې دي، چې خونړي بریدونه ول او په کې د ګڼو ملکیانو وینې تویې شوې.

د دغه راز پېښو له تر سره کیدو وروسته خلک له دولت غواړي، چې د پېښې عاملانو سره کلک چلند وکړ؛ خو دا ځل یې د ملي وحدت حکومت د دواړو مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنه راپورته کړې ده.

Trending

Exit mobile version