تازه خبرونه
په فراه کې یوه ملا د خپلې کورنۍ د غړیو په ګډون دولس کسان وژلي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وايي، دا ملا امام، چې د وسلوالو طالبانو فعال غړی و؛ د کلاشینکوف پر ډزد یې د خپلې ښځې، پلار او اولادونو په ګډون شپږ غړي او شپږ خپلوان وژلي دي. هغه زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو په خاک سفید ولسوالې کې د دغه ملا د نیولو عملیات پيل کړي دي.
د خاک سفید ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې دا ملا لدې وژنو وروسته د وسلوالو طالبانو لخوا نیول شوی دی.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.