تازه خبرونه
په فراه کې د یو شمېر کرنیزو محصولاتو بیې راټیټې شوي
بزګران وايي په فراه کې یو کیلو ګرام بادرنګ یوه افغانۍ، یو کیلو ګرام توربانجان یوه افغانۍ، یو کیلو ګرام رومیان درې افغانۍ، یو کیلو ګرام بنډۍ درې افغانۍ او یو کیلو هندواڼه یوه افغانۍ پلورل کیږي.
دوی زیاتوي، ډېر کله پدې بیه هم نه پلورل کیږي.
بزګران له دولت غواړي، چې د دوی محصولاتو ته بازارموندنه وکړي او یا سړې خونې ورته جوړې کړي له دې پرته به یی نور له کرلو ډډه وکړي.
د فراه د کرنې ریاست د دې لامل ولایتونو او په ځانګړي توګه کابل ته د لارې په اوږدو کې سوداګرو ته د آسانتیاوو نشتوالی ګڼي.
د فراه د کرنې رییس عبدالمنان متین که څه هم د کرنیزو محصولاتو د بیې د ټیټوالي لامل د کرنیزو محصولاتو ډېروالی ګڼي؛ خو وايي، چې د لارې په اوږدو او په ځانګړي توګه کابل ته پر لار سوداګرو ته آسانتیاوې ندي برابرې شوې، چې له کبله یی نورو ولایتونو ته لیږدول کم شوي دي.
مسوولین وايي، فراه ولایت د هغو پېنځه ولایتونو یو دی، چې دیارلس ولایتونو ته تازه میوه ورکوي.