تازه خبرونه

په کابل کې د لاریونونو او اعتراضونو له وېرې د ښار لوی مارکیتونه تړلي او لارې بندې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د وروستیو لاریونونو او اعتراضونو له وېرې د ښار زیاتره لوی مارکیتونه تړل شوي دي.

د کابل په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې له  سترې چاودنې لس ورځې تېریږي؛ خو اوس هم سیمې ته په نږدې او لیرې ځایونو کې لوی سوداګریز مارکیتونه تړل شوي دي.

د مارکیتونو خاوندان وايي، چې د چاودنې له کبله پر وراوښتو زیانونو سربېره په تېرو څو ورځو کې، چې مارکیتونه یې تړل شوي، هم سلګونه زره افغانۍ زیان ور اوښتی دی.

رسول احمد دکاندار وايي، چې په یوه اوونۍ کې یې سلګونه زره افغانۍ زیان کړی دی. کابل ښاریان وايي، چې زیاتره لارې تړل شوي او دوی اړ دي، چې ساعتونه پر پښو مزل وکړي.

محمد کاظم نومي دکاندار په ډاګه کړې، چې روان ترینګلي حالت د خوراکي توکو بیې هم لوړې کړي دي.

دغه راز کابل ښاریان او اوسیدونکي وایي، د کابل ښار زیاتره واتونه تړل شوي او خلکو ته د ترانسپورتي ستونزو پر پیداکیدو سربېره د خوراکي توکو پر بیو هم ناوړه اغېزه پریوتی او نرخونه لوړ شوي دي.

د کابل د تېرې چارشنبې ورځې په ستر تانکر بم برید کې پر ګڼې مرګ و ژوبلې سر بېره یو شمېر هوتلونه، مارکیتونه، او شرکتونه هم ویجاړ شوي، چې ویل کیږي یوازې خصوصي سکتور ته دېرش میلیون دالره زیان اوښتی دی.

Trending

Exit mobile version