تازه خبرونه
په قطر کې د افغانانو دوه ورځنۍ خپلمنځي ناسته پیل شوه
د روسیې له دوه ناستو وروسته دا ځل د قطر او جرمني پر هڅو په دوحه کې د افغانانو یوه داسې خپلمنځي غونډه جوړه شوه، چې په کې د طالبانو سیاسي استازیو او په نارسمي بڼه د حکومت سیاسي څيرو ګډون کړی دی.
ویل کیږي، چې دا ناسته د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ رسمي خبرو اترو ته زمینه برابره وي.
د ناستې ګډوال وایي، د ناستې پر لومړۍ ورځ سولې ته د رسیدو پر لارو چارو او د جګړې پر پای خبرې تر سره شوې.
په قطر کې د فغانانو د خپلمنځي خبرو ګډوال غیرت بهیر وایي، چې د ناستې ګډونوالو له درناوي څخه په ډکه فضا کې خپلې طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو ګډوال سید حامد ګیلاني ویلي، چې دغه ناسته په داسې حال کې کوړه شوه، چې د طالبانو او امریکایانو د اووم پړاو خبرې تر سره شوې او د دوی په وینا، چې ښه پرمختګونه یې لرل. زما په فکر زمونږ دا ناسته به د نورو خبرو د پیلیدو لپاره یو پیل وي.
د وسلوالو طالبانو سیاسي استازي هم په دې ناسته کې ټینګار کوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به جګړه پای ته ورسیږي.
په قطر کې دا فغانانو د خپلمنځي خبرو ګډوال نادر نعیم ویلي؛ هیله من یم، چې د دې خبرو په پای کې به ښه ځوابونه له ځان سره هېوادوالو ته ولرو.
په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو ګډوال طارق نور وایي، چې مونږ اړینې پوښتنې وړاندې کړې او د اړینو ځوابونو تر لاسه کولو ته هیله من یو.
د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد له الجزیرې تلویزیون سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي؛ ډاډه ندی، چې د وسلوالو طالبانو سیاسي غړي به د دغې ډلې عمومي استازولي وکړای شي.
د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې؛ مونږ پدې نه پوهیږو، چې د دې ځاي طالبان به د دغې ډلې عمومي استازولي وکړای شي اوکنه. مونږ ډاده یو، چې دا د وسلوالو طالبانو واکمن سیاسي غړي دي. ښایې دوی د کوټې له شورا سره په اړیکه کې وي او له هغو اطاعت وکړي.
د دوحې په خپلمنځي خبرو کې د مدني ټولنې، د ښځو د حقونو ساتونکیو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او د وسلوالو طالبانو ۱۷ استازیو، چې ټ،ل ۷۰ کسان کیږي ګډون لري.
ټاکل شوې، چې دغه ناسته به د دوشنې پر ورځ د یوې ګډې اعلامې په خپرولو پاي ته ورسیږي.
خبریال: خالد نیکزاد