تازه خبرونه
په کابل کې یو طالب له ۹ ملګرو سره نیول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې تېره شپه د پولیسو ځانګړیو ځواکونو د کابل ولایت د چارآسیاب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې خپل چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.
یاد وزارت په ډاګه کړې، چې په دې عملیاتو کې د مفتي نسیم نومي طالب چارواکي په ګډون د هغه لس ملګري نیول شوي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.