تازه خبرونه
په ګردیز کې د زرمت د سیمه ییزو پولیسو د قومندان پر موتر چاودنه شوې
دا چاودنه د یکشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۳۰) مازیګر مهال څلور بجې د پکتیا په مرکز ګردیز کې پکتیا پوهنتون او حوزوي روغتون ته نږدې د موتربم چاودنه رامنځته شوې ده.
د پکتیا د عامې روغتیا رییس ولایت خان احمدزي ویلي، چې روغتون ته یو مړی او شپږ ټپیان رالیږدول شوي، چې یو شمېر یې د پوهنتون زدکړیالان دي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د پکتیا مرستال والي عبدالولي سهي د پېښې په ځای کې آریانانیوز ته ویلي، چې د زرمت ولسوالۍ سیمه ییز قومندان عزیز احمد په دې موتر بم چاودنه کې وژل شوی او دریور یې ټپي دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه هیچا بر غاړه ندی اخیستی او امنیتي مسوولینوهم په دې اړه څه ندي ویلي.
له تېرو څلور میاشتو راپدیخوا دا په پکیتا کې لومړنی موتر بم برید دی، چې د مرګ و ژوبلې ترڅنګ یې خلکو ته په سیمه کې پر حوزوي روغتون سره بېره د عامو خلکو ډېرې ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.
خبریال: فریدالله احمدزی