بلخ @ps

په مزار ښار کې د یکشنبې پر شپه د مخابراتي شبکو فعالیت ودرید

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مزار ښار کې د یکشنبه پر شپه(د چنګاښ ۲۹) د مخابراتي شبکو فعالیت ودرید. که څه هم تراوسه یی د لامل په اړه څه ندي ویل شوي؛ خو ویل کیږي، چې دا کار د طالبانو د ګواښ له کبله شوی دی.

دا لومړی ځل دی، چې په دې ښار کې د مخابراتي شبکو د فعالیت له دريدو سره د میلیونونو کسانو اړیکي پرې کیږي. په داسې حال کې، چې بلخیان د ملي اردو د یوې قول اردو او د نړیوالو ځواکونو د یوې سترې پوځي اډې تر چتر لاندې سیاسي او اقتصادي هڅې ترسره کوي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکیو هم دې ستونزې ته نغوته کړې او لیکلي یې دي، چې په شمال کې مخابراتي شبکې د شپې لخوا د طالبانو په حکم او دستور بندې شوي دي.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ویلي، چې د بلخ والي له نورو امنیتي مسوولینو او د مخابراتي شبکو له ساحوي مسوولینو سره غونډه کړې او دوی ته یې لارښوونه کړې، چې د مخابراتي شبکو فعالیت باید د تېر په څېر روان وساتل شي.

په جوزجان، فاریاب، سرپل او د بلخ په یو شمېر ولسوالیو کې مخابراتي شبکو له دې مخکې په شپه کې فعالیت درولی؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په مزار ښار کې هم دا کار کیږي.  

 سیمه ییزو مسوولینو د ټولو مخابراتي شبکو مدیرانو ته سپارښتنه کړې، چې نور له مشورې او د امنیتي مسوولینو له خبرولو پرته ورته ګام پورته نکړي.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version