تازه خبرونه

په کابل ښار کې د امرالله صالح پر میلمستون برید شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت منلې، چې نږدې څلورنیمې بجې د کابل ښار د ۱۵ امنیتي حوزې د اړوند سیمې اورانوس هوتل ته نږدې چاودنه شوې ده.

د آریانا نیوز خبریال له سیمې په ډاګه کړې، چې برید د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې د مرستیال  امرالله صالح پر میلمستون رامنځته شوی دی.

کورنیو چارو وزارت هم منلې، چې يو شمېر وسلوال له موتربم برید وروسته د امرالله صالح  میلمستون ته وردننه شوي دي.

 تر دې دمه په سیمه کې اووه چاودنې شوي؛ خو  د مرګ و ژوبلې پوره شمېره په ډاګه شوی ندی .

د عامې روغتیا وزارت ویاند داکتر وحیدالله مایار ویلي، چې تر دې دمه لدې چاودنې کابل امبولانس روغتونونو ته د یوې ښځې په ګډون دوه مړی او ۲۵ ټپیان لیږدولي دي.

له اړوند سیمې څخه د پېښې لیدونکیو ویلي، چې د برید پر مهال امرالله صالح په میلمستون کې و او ویل کیږي، چې ټپي دی؛ خو کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې نوموړی خوندي ځای ته لیږدول شوی دی .

داکتر عبدالله عبدالله، داکتر حمد الله محب او یو شمېر نور چارواکي د امرالله صالح پر میلمستون له برید وروسته د هغه پوښتنې ته ورغلي دي.

تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version