تازه خبرونه

په ګرشک ولسوالۍ کې چاودني ۶ ملکي کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جمعې پر مازیګر پېنځه نیمې بجې د ګرشک ولسوالۍ د فرقې مخې ته په رکشه کې ځای پرځای شويو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې د یوې ښځې او یو نرینه په ګډون دوه کسان په کې وژل شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپیان دي.

د هلمند والي ویاند عمرځواک چاودنه مني او وایي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

د ملي امنیت یوه امنیتي سرچینه څرګندوي، چې د برید په اړه دوی له وړاندې معلومات درلودل، چې د مخنیوي هڅه یې هم شوې ده؛ خو چاودنه رامنځته شوه او یاده مرګ و ژوبله یې اړولې ده.

تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version