تازه خبرونه

په کابل کې ځانمرګي څلورعام وګړي ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې نن ماښام ۶:۲۰ د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تیمنیو د پروژې په دوه یم سړک کې ځانمرګي برید د درې میرمنو په ګډون څلور کسان ټپي کړي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د برید موخه  تر دې دمه روښانه نده او پولیسو په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو څو ځلې د ملکي وګړیو د ځاني زیانونو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.  

Trending

Exit mobile version