تازه خبرونه
په کابل کې پرګرین ولیج موتربم برید ۱۳۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت ویلي؛ له موړتر بم چاودنې وروسته پېنځه طالب ننچیالي ، چې په سیمه کې پټ شوي وه هو ووژل شول.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونو نږدې ۴۰۰ بهرنيان په ډاډمنه توګه له دې ځایه ژغورلي؛ خو په دې پېښه کې ډېر زیان د سیمې استوګنو ته رسیدلی دی.
په دې پېښه کې د بهرنیو ځواکونو د سرتېرو وژنه تائید شوې نده؛ خو په پېنځه واړو بریدونو کې، چې په تېرو څو کلونو کې تر سره شوي د سیمې خلکو تهپه کې ډېر ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د سیمې یو اوسیدونکی وایي، چې اوسنی برید ډېر ځواکمن و او له برید وروسته نښته هم رامنځته شوې ده.
د سیمې یو بل اوسیدونکي څرګنده کړې؛ د پېښې ځای ته نږدې د تېلو تانک خاوند وژل شوی او څو ملګري مو ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو تېره شپه د دې برید کابو کولو لپاره هڅه کړې؛ خو د سې شنبې پر سهار د سیمې خلکو تاوتریخجن اعتراض پیل کړ.
اعتراض کوونکیو دا شعارونه ورکول، چې دا پوځي ځای دې له دې ملکي سیمې وویستل شي.
د سیمې اوسیدونکیو په یوه پراخ لاریون کې د کمپ یوه برخه او د بهرنیو ځواکونو ځینې وسایط وسوځول او له پولیسو سره هم ونښتل.
یو اعتراض کوونکی وایي، چې که دغه کمپ د استوګنې له سیمې ونه لیږدول شي؛ مونږ به یې وسوځوو.
یو بل اعتراض کوونکی څرګندوي، چې د بهرنیانو دغه میلمستون را ته پر ستر ناورین اوښتی دی.
د کابل د اوروژنې مدیر جنرال عارف ویلي؛ معترضانو د اور وژنې مامورینو ته اجازه ورنکړه، چې د ورځې تر دولس بجو ساحې ته وردننه شي.
د پېښې له ځای څخه لږ لیرې، د سیمې د خلکو د استوګنې کورونه دي، چې نه یوازې په دې چاودنه کې ځاني او مالي زیانمن شوي، بلکې په تېرو څلور نورو بریدونو کې یې ډېر ځاني او مالي زیانونه ګاللي دي.
ګرین ولیج د بهرنیو ځواکونونو مهم میلمستون دی، چې د قابل بای په ساحه کې پروت دی، چې پرې د تېرو کلونو او تازه بریدونو مسوولیت طالبانو منلی دی.