تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې ۵۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن پنجشنبه( د وږي ۱۴) له غرمې مخکې څه نا څه ۱۰:۱۰ د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په شش درک سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پېښې رامنځته کیدل مني او وایي، چې په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي؛ خو د چاودنې د بڼې او څرنګوالي په اړه یې څه ندي ویلي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې د ملکي وګړیو ۱۲ موتر هم زیانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه چاودنه د تونس ډوله موتر پر مټ، چې له چاودیدونکیو توکو ډک و؛ رامنځته شوې ده.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ډاګه کړې؛ د کابل ښار د شش درک د اړوند سیمې په ننني ځانمرګي برید کې دوه تنه بهرني سرتېري وژل شوي.

دوی د وژل شویو سرتېرو په اړه په ډاګه کړی، چې یو د امریکا او بل د رومانیا هېوادونو دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د پېښې مسوولیت منلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۲ بهرنيانو له وژنې خبر ورکړی دی.

د حکومت اجرائیه رییس دغه پېښه غندلې او دغه برید یې ترهګریز نومولی دی.

د کابل شش درک سیمه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې وي؛ خو له دې مخکې هم څو ځله دغه سیمه تر ورته بریدونو لاندې راغلې، چې په ډېرو دغه راز بریدونو کې ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version