تازه خبرونه

په فراه کې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال په ګډون ۸۵ طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزرت په ډاګه کړې، چې په فراه ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې لږ تر لږه ۸۵ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

له بلې خوا کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دغو نښتو په پایله کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال نوراحمد چکاني هم وژل شوی؛ خو طالبانو دا خبر ناسم ګڼلی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د جمعې پر ورځ( د وږي ۱۵) سهار مهال پر فراه ولایت بریدونه وکړل؛ خو د ملي او امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.

یاد وزارت په ډاګه کړې؛ امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ښار په څنډو کې د باغ پل، د جلب او جذب قومنداني او د څلورمې حوزې یو شمېر سیمې له طالبانو پاکې کړي، چې په پایله کې یې ۸۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د افغانستان دفاع وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د طالبانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دمګړۍ له ښاره په لیرې سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات روان دی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version