تازه خبرونه
په کابل ښار کې د کرنې وزارت بهرنی مشاور تښتول شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کابل پولیس وایي، نن له غرمې وروسته د کابل ښار له څلورمې کارتې ناڅرګندو کسانو د کرنې وزارت یو بهرنی مشاور تښتولی دی.
د کابل پولیسو ویاند بصیر مجاهد زیاتوي، په غالب ګومان تښتول شوی کس د افریقا اصلي اوسیدونکی دی.
ځینو سرچینو په ډاګه کړې، چې تښتول شوی بهرنی یو امریکایي دی.
د کرنې وزارت منلې، چې د بڼوالۍ په برخه کې د دغه وزارت یو مشاور نن له غرمې وروسته ورک شوی دی.
تر دې دمه چا او یا کومې ډلې د یاد وزارت د مشاور د تښتونې په اړه څه نه دي ویلي.