تازه خبرونه

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت پر څانګه دوه ماین چاودنې رامنځته شوې دي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې تېره شپه څه نا څه دولس بجې د سلام په یاده څانګه کې ماین چاودنه رامنځته شوې، چې په کې د سلام سیمه ییز دفتر پوره زیانمن شوی دی.

د یاد وزارت د رسنیو مشاور شېرشا نوابي زیاته کړې؛ کله، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل او د پلټنې په موخه یې عملیات پیل کړل؛ له لومړۍ چاودنې ۴۵ دقیقې وروسته دوه یمه چاودنه  په یوه ونه کې له نښلوول شوي ماینه رامنځته شوه، چې یو پولیس سرتېری یې ټپي کړ.   

ښاغلي شېرشا نوابي څرګنده کړې، چې په پېښو کې د دغه بنسټ کارکوونکیو ته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو د سلام مخابراتي شرکت یادې څانګې ته یو میلیون افغانۍ مالي زیان رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version