تازه خبرونه

په ناامنو ولایتونو کې د رای ورکوونکیو د ګډون کچه حیرانوونکې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځینې ټاکنڅاري بنسټونه وایي، د رای ورکولو په بهیر کې د ګډون کوونکیو په اړه لومړنۍ شمېرې حیرانوونکې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د رای ورکولو بهیر او لومړنۍ شمېرې بحث پاروونکې دي او ان ځینو ته د نه منلو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، هیڅ هغه رایې ورته د منلو ندي، چې بایوومتریک شوې نه وي او که بهیر روڼ وي، د رایو کچه هم بدلون مومي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا لومړنۍ شمېرې ښیي، چې په ناامنو ولایتونو کې د رای ورکوونکیو شمېر د امن ولایتونو په پرتله په ځلونو لوړ دی.

په بامیان کې، چې امن دی؛ له ۲۱۸ مرکزونو ۸۴۱۲۴ رایې تر لاسه شوي، خو پکتیا، چې ناامنه ده او د څو ولسوالیو ځینې سیمې یې هم له طالبانو سره دي په کې د رای ورکولو له ۱۵۵ مرکزونو ۱۶۱۶۷۸  رایې تر لاسه شوي.

 دغه راز بغلان، چې ۲ ولسوالۍ یې له طالبانو سره دي او په ۶ ولسوالیو کې یې هم طالبان ډېرې سیمې څاري؛ په ۱۴۶مرکزونو کې یې ۱۵۵۷۷۲ رایې کارول شوې دي.

په بلخ کې د بغلان د رایو له نیمایي هم لږ کارول شوي. یعنې له یوسلو پېنځه پنځوس مرکزونو یې ۷۴۴۴۱ رایې تر لاسه شوي.

په ننګرهار کې، چې طالبان او داعش په کې ډ‌ېر فعال دي له ۳۹۹ مرکزونو ۲۵۵۰۵۲ رایې تر لاسه شوي؛ خو په هرات کې له۲۵۳ مرکزونو ۱۲۰۰۵۶ رایې لاس ته راغلي دي.

د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید وایي؛ د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکیو شمېر ډېر لږ و او دا مونږ مخکې هم ویلي وه، چې علت یې د ټاکنو کمیسیون نیمګړی کار دی.            

په ځینو ولایتونو کې د رای ورکولو په مرکزونو کې د خلکو د ګډون  د کچې په تړاو ضد او نقیض راپورونه ورکړشوي دي.

دواړو کمیسیونونو بایومتریک رایې سره کرښه بولي، چې ټاکنیزو ډلو هم دا خبره تائید کړې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض وایي، د رایو د شمېر او کچې په تړاو هیڅ اندېښنه نشته؛ ځکه رایې د بایوومتریک پړاوونو له تېرولو وروسته پېژندل کیږي او تورې به له سپینو هغو بېلې شي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون په سیستم کې د رایو د ثبتولو په حال کې دی او دا کولی شي، چې  خلک د رایو د شمېرلو په بهیر کې پر روڼتیا ډاډمن کړي.

Trending

Exit mobile version