سیمه ییز خبرونه

په کابل کې د کرکت شپږیزې سیالۍ پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرکت شپږیزې سیالیو شپږم فصل نن د کابل بازان او بند امیر لوبډلو تر منځ رسما پیل شو، چې تر پچې اچونې وروسته توپ وهنه د کابل بازان لوبډلې پیل کړه او د اصغر افغان په مشرۍ د بند امیر لوبډلې په وړاندې په شل اورونو کې ۲۱۰ منډو هدف جوړ کړ.

د راشد خان په مشری بند امیر لوبډلې په شل اورونو کې ټاکلی هدف تر لاسه نکړ او  د ۱۷۴ منډو په جوړولو سره یې ماتې وخوړه.

په دې سیالیو کې د افغانستان شپږ کورنیو لوبډلو ګډون کړی، چې راشد خان، محمد نبي، اصغر افغان، شفیق الله شفق، شاپور ځدران او ګلبدین نائب یې لوبډلمشري کوي.

Trending

Exit mobile version