تازه خبرونه

په کابل کې د عبدالغفور ندیم د ښوونځي مدیر ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

کابل پولیسو په ډاګه کړې، چې ناڅرکندو وسلوالو د دوشنبې پر ورځ( د تلې ۲۲) سهار مهال د عبدالغفور ندیم د ښونځي مدیر ضیاالدین وژلی دی.

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي، چې د کابل ښار د ۱۱ حوزې په اړوند سیمه کې نن سهار ۴ بجې د عبدالغفور ندیم د لیسې مدیر ضیاالدین د دغه ښوونځي دروازې ته نږدې وژل شوی دی. 

د وژل شوي مدیر خپلوانو ویلي، چې ارواښاد ضیاالدین تېره شپه په یو ځای کې میلمه و او نن سهار کورته پر لار د بې غږه تومانچي پر ډزو وژل شوی دی.

پولیسو ویلي، چې د نومړي وژونکي پر تېښته بریالي شوي او پولیسو د پېښې په اړه څېړنې روانې پیل کړې دي.

تر دې دمه چا د پېښې پړه پرغاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version