بلخ @ps
په مزارشریف کې د سولې د ټینګښت او ستونزو په اړه بحث ترسره شو
د غونډې جوړونکي امام الدین همدرد ويلي، د سولې په اړه د بلخ د اوسیدونکیو نظرونه راټولوي او له حکومتي چارواکو سره یی شریکوي.
د غونډې یو بل جوړونکي شفیع رحیمي څرګنده کړې، چې فساد، مافیا او نامسوول وسلوال د سولې د ټینګښت پروړاندې لوی خنډونه دي.
د بلخ یو شمیر اوسیدونکيو، چې په مزارشریف ښار کې یې د مدیوتیک پرهمکارۍ د یوه آلماني بنسټ له خوا د سولې او عدالت ترنامه لاندې په یوه بحث کې ګډون کړی وايي؛ د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ باید د سولې خبرې پيل شي.
د دې بحث ګډونوالې فرزانه رحیمي ویلي، چې له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي؛ خو تراوسه یی دا غږ ندی اوریدل شوی.
د بحث ګډونوالو له طالبانو سره د افغانستان دولت د خبرو پر پیلیدو ټینګار کړی دی.