تازه خبرونه

په کابل کې لبنیاتو د پروسس لپاره د یوې معیاري کارخونې د بنسټ ډبره کیښودل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې، مالدارۍ او د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان له خوا په کابل کې د شیدو د پروسس د یوې معیاري کارخونې د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

دا فابریکه به په اتلس بسوې ځمکه کې  په معیاري توګه جوړه او په یونیم کال کې به پر تولید پیل وکړي.

 د کرني او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، چې د دې کارخونې په فعالیدو به نږدې ۲۵ سلنه له بهره د واریديدونکیو لبنیاتو مخنیوی وشي او نږدې دېرش میلیون دالر به په کورني مارکیت کې دوران پیدا کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو دا هم ویلي، چې له دې سره جوخت به په بازار د سیالۍ پر ډګر هم کار پیل شي.  

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني ویلي، چې په دې کارخونه کې به شیدي پروسس کیږي، مستې، کوچ، پېروی، تروې به تولیدیږي او مارکیت ته به وړاندې کیږي، چې آزاد رقابت به هم ورسره پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ په هېواد کې د یو اشاریه ۱۵۲ میلیون متریک ټن شیدو د تولید وړتیا شته او دغه کارخونه به په دوه وخته کار کې د ۸۰ زره لیتره شیدو د پروسس ظرفیت ولري.

هغه څرګنده کړې، چې د هېواد په ځینو نورو ولایتو نو کې به هم د ورته کارخونو دبنسټ ډبره کیښودل شي.

په افغانستان کې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان مسوولینو هم ويلي، چې د دې فابریکې له فعالیت سره به د بزګرو او مالدارا نو په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

په افغانستان کې د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان استازی فیبریزوسیساریتي ویلي، چې مونږ پخواهم د افغانستان د کرنې له وزارت سره د ستراتیژیو او تخنیکي همکاریو په برخه کې کار کړی او بیا به هم د لبنیاتو د ودې او پراختیا په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتو.

د ولسي جرګې یو شمېرغړي ويلي، چې د کرنې وزارت دې د ورته کارخونو د ودې او پراختیا په اړه نور ډېر کار وکړي، چې د بهرنیو لبنیاتو د وارداتو مخنیوی وشي.

د ولسي جرګي غړي محمد هاشم فاریابي زیاته کړې، چې مونږ د کورنیو تولیداتو او لبنیاتو د تولید هرکلی کوو؛ ځکه، چې دا کارخونې کولی شي زمونږ بزګر او مالدار د کورنیو تولیداتو پراختیا ته وهڅوي.

د دې کارخونې مالي لګښت درې اعشاریه درې میلیون دالر کیږي، چې د کرنې نړیوال مالي صندوق له خوا ورکول کیږي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version