تازه خبرونه
په کابل کې ۲۰۰۰ بېځایه شوې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو برخمنې شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې پر دوه زره بېځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو د بیات بنیاد خوراکي توکي ووېشل شول.
په کابل کې دغه بیځایه شوې او بې سرپرسته کورنۍ د بیات بنیاد د مرستو ستاینه کوي؛ خو اندېښنه څرګندوي، چې بیکاري زیاته او د خوراکي توکو بیې لوړې دي.
دوی له دولت او مرستندویانو د مرستې غوښتنه کوي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې ټوله روژه به د خوراکي توکو دغه مرستې روانې وي.
بیات بنیاد نږدې لس کاله مخکې په پلازمېنه او ولایتونو کې پر اړو کسانو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو بهیر پیل کړی دی.