تازه خبرونه
له کراچې څخه راولپنډۍ ته تلونکي ایکسپریس ریل اوراخیستی
دغه ریل له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان و، چې په کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
د پاکستان د ریل یوه چارواکي ویلي، چې اور په مسافر وړونکي ایکسپریس ریل کې د ګاز سلندر د چاودنې له کبله رامنځته شوی دی.
ځینې مړي پېژندل شوي. پداسې حال کې، چې ډېر نور د پېژندلو وړ ندي.
د راپورونو له مخې؛ اور د ریل درې ډبې سوځولي دي.
د پاکستان د ریل وزیر شیخ رشید ویلي؛ د پخلي دوه بخاریو د اورلګیدنه پراخه کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډېره مرګ و ژوبله له ریل څخه د کښته کیدو پر مهال رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چېد مرګ و ژوبلې د لوړیدو امکان هم شته.
دا په پاکستان کې سږ کال د دوه یم لوی ریل پېښه ده. په جولای کې ۲۴ کسان هغه مهال ووژل شول، چې له لاهور څخه کویټې ته د اکبر بګټي اکسپریس روان و او د پنجاب صوبې په صادق آباد تحصیل کې د والهر ریلوې په ستیشن کې له باروړونکي ریل سره ټکر وکړ.