تازه خبرونه
په کابل کې د وسلوالو غلو مشر ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د یکشنبې پر ورځ( د لړم ۱۲) لوی مجرم او د وسلوالو غلاوو مشر شریف الله نومی، چې بابک هم یادیږي نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت دا هم څرګنده کړې، چې یاد کس د کابل ښار د نهمې ناحیې له اړوند سیمې نیول شوی دی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د غلو مشر بابک نومی د کابل ښار د نهمې ناحیې د هوتخېلو اوسیدونکی دی، چې د غلاوو، تښتونو، وېرولو، د ۳ میلیون افغانیو د غلا او لوټ پر تور تورن دی.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان له جنایي جرمونو ډېر په تنګ شوي دي.