تازه خبرونه

په کابل کې د امریکا سفیر د درې طالب بندیانو له خوشې کیدو هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د امریکا سفارت د درې مهمو طالب بندیانو د خوشې کیدود له پرېکړې تود هرکلی څرګند کړ.

له آریانا ییوز سره په خبرو کې د امریکا سفیر جان بس ویلي؛ هیله من دی، چې دا باور جوړونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د راکمیدو او د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل سبب شي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د سې شنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) آریانا نیوز ته په ډاګه کړه؛ واشنګتن هیله من دی، چې دغه اقدام به تاوتریخوالی راکم او د سولې خبرو خنډونه له منځه یوسي او په افغانستان کې به روانه جګړه پای ته رسوي، چې له کلونو کلونو راپدیخوا روانه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا د ولسمشر غني دې زړورې پرېکړې ته د( اسلامي جمهوریت) او د افغان امنیتي ځواکونو د ځواک ښکاره کولو د یوې بېلګې په توګه ګوري او د ولسمشر غني او حکومت لخوا په دې اړه ګام  پورته کول د سولې لپاره هیلې راټوکولي دي.

ښاغلی جان بس څرګنده کړې؛ مهمه ده، چې د افغان حکومت د دې ګام په تړاو طالبان هم په راتلوونکې کې د افغان بندیانو د آزادولو پرېکړې ته غاړه کیدي.

نوموړي هیله وښوده، چې طالبان دې هم په راتلونکیو ورځو کې ورته ګامونه پورته کړي او د افغان امنیتي ځواکونو د بندیانو ترڅنګ دې غربي یرغمل شوي هم خوشې کړي.

په هرصورت، هغه ټینګار وکړ، چې امریکا به پرته له دې، چې طالبان څه غبرګون ښیي؛ له افغانستان څخه خپل ملاتړ روان ساتي.

نوموړي دغه څرګندونې د ولسمشر محمد اشرف غني له هغو خبرو وروسته وکړې، چې ولسمشر په یو تلویزیوني خبري کنفرانس کې تائید کړه، چې: د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید د طالبانو د حقاني شبکې درې لوړ پوړي قومندانانو خشې کیدل د امریکایي پوهنتون د دوه بهرنيو استادانو د خوشې کولو په بدل کې(مشروط) کړل، چې په ۲۰۱۶ کال کې د حقاني شبکې لخوا تښتول شوي وه.

په دې تلویزیوني وینا کې ولسمشر غني زیاته کړې، چې دغه ګام له امریکا سره په نږدې همکارۍ کې؛ ځکه پورته شوی، چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version