تازه خبرونه
په کابل کې لاریونکوونکیو د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د باطلیدو غوښتنه وکړه
دوی، چې د کابل ښار له لویدیځې، شمالي، سویلي او ختیځې څنډې راروان شوي وه؛ د ټاکنو کمیسیون او ولسمشرغني پر ضد یې شعارونه پورته کړل او څرګندوي؛ که یې غوښتنه، چې د بې بایومتریک شویو رایو باطلیدل دي، ونه منل شي، لاریونونونه به روان وساتي او د ارګ له روازو به هم چاته د تګ راتګ اجازه ورنکړ شي.
د یادې ټاکنډلې دوه یم مرستیال اسدالله سعادتي ویلي؛ دا د ټاکنو کمیسیون ته یو ګواښ دی، چې بېرته خپل لومړني حالت ته وروګرزي او که نه دا د خلکو پرېکړه ده، چې درغل عناصر له ارګه پر زور وباسي.
د دې ټاکنډلې لومړي مرستیال څرګنده کړې، چې مونږ هیچا ته د درغلۍ له لارې حاکمیت ته د لاسرسي اجازه نه ورکوو.
دوی دا ګواښ هم وکړ که غوښتنه یې ونه منل شي؛ دوه یم ګام به یې د ارګ د دروازو تړل وي.
د دغې ټاکنډلې یو غړي همایون همایون په ډاګه کړې، چې که کمیسیون له قانون سرغړونه روانه وساتي؛ مونږ به هم له قانون څخه سرغړونې ته اړ شو.
د یادې ټاکنډلې یو بل غړي الله ګل مجاهد ګواښ کړی، چې د ارګ څلور دروازې به وتړو او چاته به ارګ ته د وردننه کیدو اجازه ورنکړو.
لاریونکوونکیو ټاکنو خپواک کمیسیونه ته یوازې یوه ورځ وخت ورکړی، چې بې بایومتریک رایې د بیا رای شمېرنې له بهیره وباسي.
د دې ډلې یو بل غړي مجیب الرحمان رحیمې د یو لړ نیوکو تر څنګ ګواښ کړې، چې له ټولو مدني او قانوني لارو به خپلې هڅې روانې ساتو.
د دغه اعتراض او لاریون له کبله د ښار مرکز ته ورغلې ټولې لارې تړل شوې وې او ښاریان له بېلابېلو ننګونو سره مخ شول.
د کابل ښار اوسیدونکې شکریه وایي، چې لیور مې په روغتون کې بستر دی؛ غواړم روغتون ته ولاړه شم. درې ساعته کیږي، چې ولاړه یم، څوک د تګ اجازه نه راکوي.
د کابل ښار اوسیدونکي پرویز نومي ویلي، چې عام ولس د حکومت د مشرانو د ناقانونه غوښتنو قرباني شوي؛ مونږ له حکومته غواړو، چې خلکو ته نورې ستونزې رامنځته نکړي. ټولې لارې تړل شوي او د حکومت دواړه مشران د واک و ځواک د تر لاسه کولو لپاره ښکېل دي؛ خو زمونږ دغه حالت ته پاملرنه نکوي.