تازه خبرونه
په کابل کې د یوې ډوډۍ وزن له ۲۲۰ ګرام څخه ۱۸۰ ته راټیټ شوی
د مګړۍ په هېواد کې د یوې بورۍ وارداتي اوړو په بیه کې له درې تر څلورسوه افغانیو زیاتوالی راغلی، چې له کبله يي د کسبګرو ملي ټولنه د ډوډۍ په وزن کې څلیریشت ګرامه کموالی راولی.
د کسبګرو ټولني مرستیال نورالحق عمري ويلي، چې دا کار يي له حکومتي بنسټونو سره په همغږۍ کې تر سره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یوی بورۍ اوړو بیه په هېواد کې له څوارلس سوه څخه اتلس سوه ته لوړه شوې ده.
د ښاغلي عمري د څرګندونو له مخې: که د اوړو بیه راټیټ شي؛ نو د یوې ډوډۍ وزن به له ۱۸۰ ګرام څخه بېرته ۲۲۰ ته لوړ شي.
هغه په ډاګه کړې؛ افغان حکومت د اوړو او غنمو لپاره هیڅ ډول زیرمې نلري او په وارداتي اوړو کې يي هم په یوه ټن ۱۵ دالر مالیه لوړه کړې، چې د ستونزي اصلي لامل هم همدا دی.
د کابل ښار یو شمېر ډوډۍ پخونکي وايي، چې په ټولو بټیاریو(نانوایانو) کې وارداتي اوړه کارول کیږي؛ نو، ځکه ۲۲۰ ګرامه ډوډۍ پخول ورته هیڅ ګټه نلري. د حکومت نه څارنه او خپلسریو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې دوی هم د ډوډۍ وزان راټيټ کړي.
ډوډۍ پخونکی نصیر احمد وایي، چې مونږه هم ناراحته یو؛ خو څوک نشته، چې دا بهیر وڅاري د ښاروالۍ مامورین په دې قصه کې ندي، چې څوک په څومره وزن ډوډۍ پخوي. د هغو خبره د یو سلګون خبره ده، چې باید هغوی يې واخلي.
دا په دا سې حال کې ده، چې د کرني وزارت ویلي، چې خورا زیاتې زیرمې لري او زیاتوي، چې د هندوستان له خوا به ۷۵ زره متریک ټنه د نورو غنمو مرسته هم له افغانستان سره تر سره شي.
د ډوډۍ پخوونکیو د کارونو او د ډوډۍ د وزن او بیې د څارنې چارې د کابل ښاروالۍ له دندو او مسوولیتونو څخه ده او دا، چې د کابل ښاروالۍ د دې ستونزې د حل لپاره کوم تدا بیر لري په دې اړه يې له خبرو ډډه کړې ده.
خبریال: اسلم حجاب