تازه خبرونه
په قطر کې د امریکایانو او طالبانو دریدلې خبرې بیا پیل شوې
د قطر په دوحه کې د طالب او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې له درې میاشتني ځنډ وروسته د شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۶ د دسمبر ۷) بیا پیل شوې.
درې میاشتې مخکې د سپتمبر پر اوومه د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له نهه پړاوه خبرو اترو وروسته دا لړۍ پخپل یوه تویت وځنډوله؛ له دې اوږده خنډ وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته له لنډ سفر وروسته دوحې ته ولاړ او له طالبانو سره یې خبرې بیا پیل کړې؛ خو دا پړاو خبرې اترې د تاوتریخوالي د جچې پر راتیتولو او اوربند راڅرخي.
د امریکایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دواړه خواوې په دې خبرو کې پر تاوتریخوالي، د افغان حکومت او طالب استازیو پر خبرو او د اوربند پر ټینګښت بحث کوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین په خپل یوه تویت کې هم په ډاګه کړې، چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې نن بیا پیل شوې او سبا به هم روانې وي.
نوموړي زیاته کړې، چې انس حقاني هم په خبرو کې برخه اخیستې او د خبرو د ډلې غړیتوب ور په برخه دی.
له دې خبرو با خبره سرچینو ویلي، چې په لسم پړاو خبرو اترو کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک ته لار اواره شوې ده.
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي، چې دغه روانې خبرې به یوه یا یوه نیمه اوونۍ وخت ونیسي اودا خبرې د سولې د هوکړې پر لاسلیک راڅرخي.
دوی زیاتوي؛ له امریکا سره خبرې له صفره نه پیلیږي، بلکې له هغه ځایه پیلیږي، چې دریثدلې وې. طالبانو دا ټینګار هم کړی، چې لومړی باید هوکړه لیک لاسلیک شي او وروسته به د افغانانو تر منځ خبرو او د تاوتریخوالي کمیدو ته لار پخپله اواره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا اتر دې دمه نه دي ویلي، چې خبرې یې له کوم ځایه پیل کړې دي.
د سیاسي چارو مخکښ احمدالله علیزي ویلي؛ د هغې هوکړې پر لاسلیک، چې امریکایانو او طالبانو خبرې کړي، بحث کیږي او په دې توګه به خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیالې درانۍ وزیرۍ د دې پرمختګ په غبرګون کې ویلي، ګې د سولې هڅې باید اوربند رامنځته کړي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې: که طالبان په رښتیا سولې ته ژمن وي؛ باید اوربند وکړي او خپلې اړیکې له ترهګرو سره پرې کړي.
د نړیوالو ځواکونو د وتو لپاره د مهالوېش ټاکنه او دا، چې افغانستان به نور د ترهګرو مرکز نه وي؛ په دې اړه ډاډ د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په تېرو خبرو اترو کې د بحث وړ ټکي وه او خبرې هم وروستۍ شوې وې.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان جان نیکلسون څرګنده کړې؛ زه باور نلرم، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره تلپاتې سوله راشي. تر هغې، چې د سولې خبرې پر ټولنیز پرمختګونو را ونه څرخي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمی خلیلزاد ماموریت لري، چې په دې پړاو خبرو کې د افغانانو خپلمنځي خبرو او اوربند ته لار اواره کړي؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې زلمی خلیلزاد په کابل او دوحه کې یوازې سولې او اوربند ته د زمینې برابرولو هڅې کوي؛ خو د افغانستان په سیاسي ډګر کې له طالبانو سره د خبرو لېاره سیاسي اجماع نه تر سترګو کیږي.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ