تازه خبرونه
په قطر کې طالبانو او امریکایانو پر سراسري اوربند او خپلمنځي خبرو بحث کړی
د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو مرکچیان د تړلو دروازو تر شا خبرې کوي؛ خو په کومو مسایلو؟
باخبره سرچینو څرګنده کړې؛ امریکا د سولې هوکړې له لیک لاسلیک مخکې د سراسري اوربند او د طالبانو او حکومت تر منځ د مخامخ خبرو غوښتنه کوي، خو طالبان دا موارد له امریکا سره د هوکړې پر لاسلیک مشروطوي.
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری ویلي؛ افغان حکومت هم مني، چې په دې خبرو اترو کې نوي موارد اضافه شوي دي.
د بهرنیو چاو وزارت سرپرست له یوې ترکي شبکې سره په مرکه کې دا موارد دوامدار اوربند او له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالی ګڼي.
دغه راز امریکایي سناتور لیندسي ګراهام د دوحې د خبرو اترو پر بهیر نیوکې کړي او وایي، امریکا دې طالبانو ته د امتیاز ورکولو پر ځای له پاکستان سره خبرې وکړي؛ ځکه، چې طالبانو او نورو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.
د امریکا د مشرانو جرګې غړي لیندسي ګراهام ویلي، چې د امریکا دا کار تېروتنه ده، طالبانو ته د ډېر امتیاز ورکولو پر ځای باید له پاکستان سره خبرې اترې وشي. که پاکستان خپله خاوره کې د ترهګرو خوندي پناه ځایونه له منځه وړي وای، د افغانستان جګړه به په څو اوونیو کې پای ته رسیدلې وای.
مخکې پاکستانيو چارواکو و یلي وه، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ یې د خبرو اترو په له سره پیلولو کې لازمه همکاري کړې ده.
طالبانو ویلي؛ ټاکل شوې، چې له شاوخوا دوه اوونیو وروسته د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک په ځانګړیو مراسمو کې لاسلیک شي، چې په کې به د پېنځه ویشت هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي حضور ولري او دا به د نړیوالو ځواکونو وتلو او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د زمینې برابرولو د ورځو پیل وي.