تازه خبرونه

په کابل کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د سې شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶) له اړو کسانو سره د بیات بنیاد خوراکي او غیر خوراکي ژمنۍ مرستې پیل شوې. 

د بیات بنیاد د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لومړۍ جوپه د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې پر اړو خلکو ووېشل شوه.

د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات ويلي، چې په کور د ننه بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو خوراکي او د نورو اړینو توکو مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي بیات له نورو سوداګرو هم وغوښتل، چې د خپلو هېوادوالو ستونزې په پام کې ونیسي او ور سره مرستې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خپلو دغو مرستو لړۍ به د هېواد نورو سیمو ته هم ورسوي او د نورو ولایتونو پر اړو کسانو به یې هم ووېشي.

هغه کورنۍ، چې د بیات بنیاد له مرستو برخمنې شوي؛ د بیات بنیاد دغه مرستې ګټورې بولي. دوی له بیات بنیاد څخه مننه کړې، چې هر وخت له بېوزلو او اړو کسانو سره مرستې کوي.

د کابل د لومړۍ ناحیې اوسیدونکې شازیه وایي، زه ډېره خوشاله یم، چې دوی له ما سره مرسته وکړه؛ ځکه اړمنه یم، د اغوستو کالي او مناسب خواړه مې نلرل. میړه مې هم بې کاره دی.

د همدې ناحیې یو بل اوسیدونکي توریالی نومي ویلي؛ له بیات بنیاد مننه، چې کونډو او یتیمانو سره یې مرسته وکړه.

 

Trending

Exit mobile version