تازه خبرونه
په هرات کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر له دوه قومندانانو سره ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي؛ دغه هوایي عملیات د ملي امنیت ریاست د همکارۍ له مخې د دې ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په (هفت ګله) سیمه کې تر سره شوي، چې په کې د دې ولایت د ختیځو ولسوالیو د پوځي کمیسیون مشر ملا نبي جان، د ولایتي زندان مسوول آقا ولي او قومندان سید شاه وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغو طالب مشرانو له وژل کیدو سره به د هرات په ختیځو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت بې اغېزې نه وي.
هرات د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې له نسبي امنیته برخمن ولایت دی؛ خو په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې لري.