تازه خبرونه

په کابل د امریکا سفیر جان بس له حکومتي مسوولینو سره مخه ښه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس، چې په افغانستان کې یې د ماموریت پېر پای ته رسیدلی؛ نن ماښام یې له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د سولې هڅې به روانې ساتي، ځکه د افغانستان بری د امریکا بریالیتوب دی.  

ولسمشر اشرف غني د هغه رښتینې هڅې وسایلې او د غازې وزیر محمد اکبر خان مدال یې ورته پر سینه وټومبه.

جان بس په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر پر ۲۸ خپل باور لیک تر لاسه کړی و.

جان بس له افغانستان مخکې په ترکیه کې سفیر و( ۲۰۱۴- ۲۰۱۷).

له ۲۰۱۲ – ۲۰۱۴ پورې د بهرنیو چارو وزارت اجرائیه رییس و.

له ۲۰۰۹ – ۲۰۱۲ پورې په ګرجستان کې د امریکا سفیر و.

نوموړي له ۱۹۸۸ کال راپدیخوا په عراق، ایتالیا، بلجیم او چاد کې د امریکا لپاره دندې تر سره کړي دي.

هغه د امریکا د هوایي ځواک د یوې کورنۍ زوی دی.

Trending

Exit mobile version