تازه خبرونه

په کابل کې پر معترضانو د ډزو عاملان له پېژندلو وروسته نیول کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست وایي، په کابل کې پر معترضانو د ډزو عاملان له پېژندلو وروسته نیول کیږي او د خیمې ټولولو پر مهال د اوښتې مرګ و ژوبلې څیړه کیږي.

د روژې پر څلورمه په کابل ښار کې له خونړي موتر بم  چاودنې وروسته ځینې کابل ښاریان واټونو ته را ووتل او د ولسمشرۍ ماڼۍ په خوا کې یې خیمې ووهلې؛ خو د معترضانو وروستۍ خیمه د پولیسو لخوا ټوله شوه، چې په دې لړ کې د دواړو لوریو تر منځ فزیکي شخړه رامنځته هم وشوه، چې  په کې د ویناوو له مخې دوه تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وایي، د ولسمشر د هدایت له مخې یو پلاوی ټاکل شوی، چې  پېښه هر اړخیزه وڅېړي؛ له تېرو دوه ورځو راهیسې بشپړه څېړنه روانه ده او هیڅوک به هم له پېژنمدنې بې برخې پاتې نشي.             

که څه هم معترضان وایي، چې د پولیسو په تاوتریخوالي کې دوه تنه وژل شوي او اووه ویشت نورټپیان دي؛ خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش وایي، د یوه تن د وژلو خبر ور رسیدلی دی.

نوموړی زیاتوي، له ټپیانو یې غوښتي وه، چې د څېړنې پلاوي ته معلومات ورکړي؛ خو په وینا یې چا ورته مراجعه نه ده کړې.

معترضانو د کابل  ښار نورو ساحو کې هم  د اعتراض خیمې وهلې وې؛ خو د ملي شورا د غړیو په وړاندیز یې دغه خیمې ټولې کړي او په زنبق څلور لارې کې یې خیمه پولیسو پر زور ورټوله کړه.

Trending

Exit mobile version