تازه خبرونه
په هرات کې د انسان تښتوونکیو درې کسیزه ډله ونیول شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه کسان د یو سوداګر د زوی د تښتولو پر مهال د دې ولایت د پېنخمې ښاري حوزې له اړوند سیمې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه نیول شوي کسان هر یو نورآقا د شېر آقا، نذیر احمد د کبیر احمد او عیدي محمد د کبیر احمد زامن دي.
دغې درې کسیزې ډلې په لومړنیو څېړنو کې خپل جرم منلی او وایي، چې له انسان تښتونې څخه یې موخه د پیسو تر لاسه کول دي.