تازه خبرونه
په مزار شریف ښار کی یوې چاودنې ۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بلخ پولیسو ویاند عادل شاه عادل ويلي، چی دغه چاودنه د شنبې پر سهار( د مرغومې ۱۴) د مزار شریف ښار د لسمې امنیتی حوزې د اړوند سیمی د یوه مام تر څنګ رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
د پولیسو لسمه حوزه د مزارشریف ختیځه سیمه تر پوښښ لاندې لري.
د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه ندې اخیستی.