بلخ @ps
په کابل کې پخوانی جهادي قومندان آمر ستار غوربندي ووژل شو
د سیمې خلکو ویلي؛ د ملي امنیت ځواکونو په دې برید کې د قومندان عبدالستار په ګډون ۵ کسان وژلي او دوه نور ټپیان دي. زیانمن ټول کسان د غوربندي او کوربه کورنۍ غړي دي.
عیني شاهدانو زیاته کړې؛ تېره شپه څه نا څه اووه بجې د ملي امنیت ځواکونو پر یوه کور برید کړی، چې د جمعیت ګوند پخوانی قومندان عبدالستار غوربندي په کې میلمه و.
دوی زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو په دې برید کې آمر ستار له خپل زوی او درې نورو کسانو سره وژل شوی او سرتیرو دوه کسان له ځان سره وړي دي.
عبدالناصر نومي ګوا ویلي، چې امنیتي ځوکاکونو له بشري حقونو سرغړونه کړې او ټول یې وژلي دي.
د مقتول د کورنۍ غړی ذبیح الله وایي: پلار او ورور یې راته شهیدان کړل. که آمر ستار مجرم وای، په ارګ کې یې باید نیولی وای، چې هره ورځ یې تګ راتګ درلود.
د سیمې اوسیدونکی نقیب الله وایي، چې امنیتي ځواکونه باید ملکي وګړي زیانمن نکړي.
قومندان عبدالستار د نامسووله وسلوالو پر لرلو تورن و او له تر سره شویو عملیاتو موخه هم د ده نیول ول.
امر ستار د پروان د غوربند او د جمعیت اسلامي غړی و. هغه په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د امرالله صالح پر پلوۍ د دولت جوړوونکې ډلې سره ودرید
شاهدان وايي، چې له پېښې څو ساعته مخکې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ایوب سالنګي او قسیم جنګل باغ هم د امر ستار په کور کې ول.