تازه خبرونه

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو استازیو د سولې خبرې بیا پیل کړې- سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي او د سولې خبرې یې له سره پیل کړي دي.

 په دا ځل خبرو کې به د سولې د هوکړې لپاره د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې وشې.

له شاوخوا یوې میاشتې ځنډ وروسته په قطر کې د طالب استازیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي تر منځ خبرې بیا پیل شوې.

پخوانی طالب څارنوال جلال الدین شینواري ویلي؛ طالب رهبران پر اوربند ندي سلا شوي؛ خوغواړي په لویو ښارونو کې خپل بریدونه او تاوتریخوالی را کم کړي. زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي وه، چې د سولې له هوکړې مخکې په کار ده، چې لنډ مهالی اوربند وکړي.

د پګواش بنسټ پخوانی مسوول خلیل ساپی وایي، چې ټاکل شوې د تاوتریخوالي پر میکانیزم او د دغو خبرو پر څارنې راوڅرخي او هوکړه هم لاسلیک کړي.

حکومت هم د قطر له خبرو هیلې لري.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي ويلي، چې افغان حکومت د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کمولو، د سولې هوکړې ته د هغوی د ژمنتیا او د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلیدو په اړه د نظر یووالی لري.

سیاسي شنونکی عمر صمد ويلي؛ دا ځل د قطر له خبرو تمه دا ده، چې دواړه خواوې پر اوربند سلا شي او د سولې هوکړه لاسلیک کړي.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي دفتر د خبرو د بیا پیلیدو په اړه څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د سولې خبرې پر بګرام د وسلوالو طالبانو له برید وروسته و ځنډیدې.

Trending

Exit mobile version