تازه خبرونه

په فراه او پکتیا ولایتونو کې د ملي اردو دوه چورلکې راغورزیدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې په فراه او پکتیا ولایتو کې د ملي اردو ام اي ۳۵ او ام ای ۱۷ ډوله چورلکو د تخنکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناستې کړې دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د چارشنبې پر ورځ( د مرغومي۱۸) له غرمې مخکې د ملي اردو ام اي ۳۵ ډوله چورلکه د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ ته نږدې راغورزیدلې ده.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان آریانا نیوز ته ویلي، چې دې چورلکې د ملي پولیسو د اکمالاتو لپاره د دې ولایت د پرچمن ولسوالۍ پر لوري الوت کړی و، چې په کې دوه پیلوتانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

دغه راز نن له غرمي وروسته په پکتیا کې د ملي اردو ام ای ۱۷ ډوله چورلکه هم راغورزیدلې ده.

د پکتیا ولایت ویاند عبدالله حسرت ویلي؛ دغه چورلکه، چې د پکتیا په مرکز ګردیز کې له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه د پکتیکا ولایت وازېخوا ولسوالۍ ته د اکمالاتو لپاره د پرواز په حال کې وه، له پورته کیدو سره سم یې بېړنۍ ناسته کړې، چې چورلکې او یا هم په کې ناستو کسانو ته کوم زیان ندی اوښتی؛ خو یوه بله سرچینه وايي، چې په دې پېښه کې ۱۱ کسان، چې په چورلکه کې سپاره ول ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند فواد امان د دواړو پېښو لامل تخنیکي ستونزې ښودلي او زیاتوي، چې د پېښو په اړه پلټنې روانې دي او په دې اړه به تازه څرګندونې رسنیو ته وړاندې شي.

Trending

Exit mobile version