تازه خبرونه
په کابل کی د مجرمینو د نیولو لپاره د نوي عملیات پیل
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چی د مجرمینو د نیولو لپاره یی یو ستر عملیات پیل کړې دې. دغه وزارت وایي چی تیر ماښام يي ۱۸ کسه د غیرقانوني اسلحې لرلو، چور او چپاول او عامه نظم د ویجاړولو په تور نیولي دي.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې څرنګده کړې چی مسعود اندرابي د دغه وزارت سرپرست رئیس، د چهارشنبې له غرمې وروسته د مرغومې په ۱۸، د امنیتي خوزو د پرسونل له زیاتولو سره سره، نږدې ۱۰۰۰ امنیتي پولیس سره د ۳۰۰ نقلیه وسایطو، په کابل کې له جنايی جرمونو سره د مبارزې لپاره د دغه وزارت په قرارګاه کې چمتو کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چی دغه عملیات به ترهغه پورې دوام ولري څو چې د کابل ښار ټول مجرمان په خاصه توګه، غله، چپاولګر او د مبایل تښتونکې په بشپړ توګه ونیول شې.
دا په داسې حال کې ده چی نن سبا په کابل ښار کې جنائی جرمونه لکه وسلوالې غلاوې، د پیسو او مبایلونو تښتول او لاره نیونه خورا زیات شوې دي. باید وویل شي چی په ځینې پیښو کې وکړو ته د ځان تاوان هم رسیدلې دې.
په همدې حال کې د اجتماعي شبکو کارونکو د انټرنت په څپو ځینې کمپاینونه هم لاګو کړې چی لیکي: “کابل خوندي ندې.” “درنو غلو، غله اووسې خو د نرینه په شان، زموږ ځوانان مه وژنې”. او دغه راز غواړي چی د کوڅو د ناوړې وضعیت په اړه امنیتي چارواکي آګاه کړي.