تازه خبرونه
په هرات کې د واورې د اورښت له کبله د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هرات امنیه قومندان جنرال امرخېل د پېښې د منلو تر څنګ ویلي، چې پولیسو د مړو په راایستلو کې مرسته کړې ده.
د یادونې ده، چې په هرات ولایت کې له تېرې شپې راپدیخوا د واورې اورښت پیل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې په کې د مرغومي پر ۲۱ او ۲۲ د ډېرې واورې د اورښت وړاندوینه شوې وه.