تازه خبرونه
په کابل کې له اتیا زره ډېر نامسوول وسلوال هڅې کوي- د کابل پولیس
د کابل پولیسو قومندان سید محمد روشندل وایي، په دې ولایت کې له اتیا زره ډېر نامسوول وسلوال هڅې تر سره کوي.
د هغه په وینا، د جنايي جرمونو په مخنیوي کې د دې کسانو د فعالیت مخنیوي د پولیسو کار سخت کړی دی.
خلک د دې نامسوولو وسلوالو او لوټمارو له فعالیت اندېښمن دي او وایي، چې په دې ورځو کې د کابل ښار ډېر ناامنه شوی دی.
کابل ښاریان نیوکه کوي، چې لوټمار او نامسوول وسلوال له نیول کیدو وروسته پولیسو ته بډې ورکوي او بېرته خوشې کیږي.
که څه هم په دې ورځو کې پولیسو د لوټمارو او نامسوولو وسلوالو د نیولو عملیات په کابل کې پیل کړي دي؛ خو خلک غواړي، چې دا عملیات باید د جرمونو د مخنیوي سبب شي او روان دې وساتل شي.
ځینې خلک نیوکې کوي، چې ځینې نامسوول وسلوال او لوټمار له نیولو وروسته د پولیسو لخوا بېرته آزادیږي، چې دې چارې کابل ناامنه کړی دی.
کورنیو چارو وزارت بیا وایي؛ ژر به د کابل ښار په امنیتي حوزو کې جدي بدلونونه راشي، چې امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.