تازه خبرونه

په کابل کې دوه وسلوالو غلو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دوشنبه پر شپه دوه غلو د کابل ښار د اوومې ناحیې د حبیبیې لیسې له اړوند سیمې یو کرولا ډوله موتر غلا کړ؛ خو د تښتې پرمهال د علاوالدین د درې لارې په اړوند سیمه کې د برښنا له ستنې سره وجنګید، چې له کبله یې یو تن غل مړ او یو بل په ټپي حالت کې ونیول شو.

په دې وروستیو کې د کابل ښار د بیلابیلو سیمو خلک له جرمونو سرټکوي او خپلې اندېښنې یې د رسنیو له لارې امنیتي چارواکو ته رسولي هم دي.

په یو شمیر پیښو کې ان کابل ښاریانو خپل خوږ ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې یو لړ چاڼڼیز عملیات هم ترسره کړي او هڅه کوي، چې د جرمونو کچه راټیټه کړي.

Trending

Exit mobile version