تازه خبرونه
په هرات کې لږ تر لږه ۲۰ وسلوال طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولایتي چارواکو ویلي؛ د کوه زور ولسوالۍ د عملیاتو پر مهال په اوغچه کلي کې طالب قومندان فضل احمد د ۱۵ نورو طالبانو سره وژل شوی دی.
دغو چارواکو دا هم ویلي، چې د چست شریف ولسوالۍ په هوایي بریدونو کې د ملا عبدالرحمن پېنځه کسان وژل شوي دي.
د هرات سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې په دې بریدونو طالبانو ته د پام وړ ځاني او مالي زیانونه هم اړول شوي دي
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.