تازه خبرونه
په فراه کې به یوازې له هنډوانو څلور میلیارد افغانۍ ګټه تر لاسه شي
د کرنې اومالدارۍ وزارت وايي، چې په فراه کې به بزګر سږکال یوازې د هنډوانو له حاصلاتو شاوخوا څلور میلیارد افغانۍ ګټه تر لاسه کړي.
په فراه ولایت کې پر نږدي ۱۷ زره هکتاره ځمکه د هنډوانو کښت شوی، چې ټول محصولات به يې له ۵۷۰ زره ټنه څخه زیات شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، ښايي د فراه کروندګر له دغو محصولاتو څخه نږ دي څلور میلیارد افغاني ګټه ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا؛ مونږ که هره کیلو هنډوا ڼه په لس افغانۍ محاسبه کړو له څلور میلیارد ډېرې افغانۍ به د کروندګرو جبونو ته له دې لارې ولاړې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې عړی اعتبار خان ځدران وايي، که د کرنې وزارت له خوا د محصولاتو د ودې لپاره کاروشي؛ نو خصوصي سکتور به د محصولاتو د پروسس په برخه کي په میلیونونه دالر پانګونه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپو ه تاج محمد تلاش وايي، د کرني وزارت د هڅو پر وړاندې هیڅ مشکل نشته؛ باید دغه وزارت له دې هم زیاته لاسته رواړنه ولري.
د کارپو هانو په وینا؛ که د کرنې وزارت د هیواد ټولې برخې له کرنیزه اړخه زون بندې کړي؛ نو ښايي له دې اړخه به افغانستان په یو منظم اقتصادي سیستم کې دا خل شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د یو کرنیز هېواد په توګه کولی شي له کرنیز اړخه زیات اقتصادي پرمختګ وکړي.
خبریال: اسلم حجاب