تازه خبرونه

په کابل کې د کرونا ویروس د درملنې لومړنۍ څانګه پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۵, ۱۳۹۸)

نن سې شنبه د سلواغې ۱۵ د کابل په افغان – جاپان روغتون کې د کرونا ویروس د درملنې لومړنۍ څانګه پرانیستل شوه.

د هېواد د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، چې دغه سل بستریزه څانګه د هغو ناروغانو درملنې ته ځانګړې شوې، چې پر کرونا ویروس اخته شوي دي.  

نوموړي زیاته کړې، چې د اړتیا په صورت کې به د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په یو شمېر ولایتونو کې هم دا ډول څانګې پرانستل شي.

د افغان- جاپان روغتون مشر محمد طاهر فرملي  وایي، که څه هم تراوسه په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې؛ خو د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره يې هر اړخیز تدابیر نیولي دي.

په دې مرکز کې چې د افغان- چاپان په روغتون کې پرانیستل شوی د کرونا په ګډون د لس ډوله ویروس د تشخیص چارې ترسره کېږي.

د افغان- چاپان د روغتون په دې څانګه کې د کرونا په ګډون د لس ډوله ویروس د تشخیص چارې ترسره کېږي.

تر دې دمه په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۱ زره کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او په ۲۷ هېوادونو کې څه باندې ۳۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version