تازه خبرونه

په کابل کې د محمد محقق زوی خپل ورور وواژه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۰, ۱۳۹۸)

نن له غرمې مخکې د سلواغې پر ۲۰ د کابل د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق زوی باقر محقق د خپل ورور لخوا ووژل شو.

کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن له غرمې مخکې ۹:۳۰ بجې د محمد محقق زامن هر یو باقر محقق او حسین محقق په خپلو کې ښکېل شول، چې په پایله کې باقر ووژل شو او حسین ټپي دی.

کورنیو چارو وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې د محقق څلور ساتونکي هم ټپیان دي.

یاد وزارت ویلي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي محمد محقق هم د پېښې پخلی کړی او وایي؛  حسین نومي زوی یې، چې له ښه رواني حالته برخمن نه د یکشنبې پر سهار یې خپل ورور باقر محقق پر خوب ویده وژلی دي.

نوموړي ویلي، حسین د خپل ورور باقر پرمختګ زغملی نشو؛ نو ځکه یې وواژه . هغه پېنځه ستونکي هو ټپیان کړي دي.

د محمد محقق د څرګندونو له مخې، دا هم  د الله پاک رضا ده او قبوله مو ده. 

د ملي وحدت حکومت مشرانو، د پارلمان د دواړو جرګو مشرانو، غړیو، سیاسیونو او د مدني ټولنو استازیو خپله خواشینۍ څرګنده کړې او ځانونه ورسره په دې غم کې شریک بولي. 

Trending

Exit mobile version