تازه خبرونه

په قطر کې د طالب او امریکايي پلاوو د سولې رسمي خبرې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۱, ۱۳۹۸)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازیو ویاند سهیل شاهین ویلي، چې ملا برادر د طالب، خلیلزاد د امریکايي پلاوو په مشرۍ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې د خبرو پر پایلو او راتلونکیو ګامونو خبرې تر سره کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له امریکا سره په رسمي توګه د سولې د خبرو د بیا پیلولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ځل دا خبرې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې پیل شوې. سهیل شاهین په خپل تویت کې لیکلي، چې: په قطر کې د سیاسي دفتر د مشر محترم ملا برادر آخند تر مشرۍ لاندې، محترم ملا  محمد فاضل، محترم ملا خیرالله خیر خواه او مولوي امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او د ‌‌‌‌‌‌داکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې له مذاکراتي ډلې سره غونډه کړې او د سولې د خبرو پر پایلو او راتلونکیو ګامونو یې خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې د مرکز رييس خلیل ساپي ویلي، د قطر خبرې اوس حساس پړاو ته رسیدلي او د اختلافي ټکو د حل لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزیر منځګړیتوب کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تاوتریخوالي کمښت د هوکړې له لاسلیک یوه اوونۍ مخکې پیل کیږي او د خپلمنځي خبرو تر پیلیدو پورې به بیا وغزول شي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي ویلي، چې دغه سازمان د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د زمینې په برابرولو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي حسین اوني بوتسالي ویلي: زه هیله لرم، چې ټول افغانان، سیاسي ډلې او حکومت سره یو موټی شی او د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره ځان چمتو کړي. مونږ چمتو یو، چې په دې برخه کې همکاري وکړو.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان دایمي استازي له افغان سیاستوالو غوښتي، چې له دې شېبې ګټه واخلي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیدي.

باخبرې سرچینې وايي چې په وسلوالو طالبانو د افغان حکومت د غوښتنو په منلو او له نورو سخت دریځو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په هکله د امریکايي لوري ټينګار دغه خبرې اوږدې کړي دي.

Trending

Exit mobile version